کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٧
د طالبانو د ډلې يو قوماندان پرون په قندهار ولايت کې دملي اردو د ځواکونو دعملياتو په بهير کې ونيول شو.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ويندوي باختر آژانس ته خبر ورکړ :
نيول شوى قوماندان د تروريستي فعاليتونو او په امنيتي کاروانونو دبريد په طرحه کولو او وسله والو مخالفينوته د وسلو او مهماتو په برابرولو کې فعال رول درلوده دملي اردو دمنسوبينو دامنيتي دندو په بهير کې له يو توغندي ويشتوونکي او له يوې اندازې چاوديدونکو توکو سره د قندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې ونيول شو.
ديوبل خبرله مخې : پنځو تنو وسله والو طالبانو کله يې چې غوښتل دقندهار ولايت دشاولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسايطو ضد يوماين ښخ کړي ، ماين د ښخولو په وخت کې وچاوديد او هغوي يې ووژل او يوبل ماين ښخونکي يې ټپي کړ.
0 1 دقیقه لوستل