
کابل، د زمري ۴ مه، باختر
د کابل والي د یاد ولایت په ارغندې سیمه کې د سېلاب ځپلو له کورنیو سره د کتنې په ترڅ کې وویل، چې اسلامي امارت د خپلو خلکو په غم او درد کې ځان شریک بولي.
د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د سېلاب ځپلو له کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه د کابل ارغندې سیمې ته تللی او د سېلاب ځپلو سیمو او وېجاړو شویو کورونو څخه یې کتنه وکړه.
د کابل ولایت مطبوعاتي دفتر د یو ټویټ په خپرولو سره د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د کابل والي د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ په دې ستر غم کې د ارغندې له خلکو سره ځان شریک وباله او د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.
په دې کتنه کې د کابل والي له سېلاب ځپلو کورنيو سره ژمنه وکړه چې د دوى ټولې اړتياوې برابروي او د دوی د کورونو د بيا رغول لپاره هڅې کوي.
جهانیار