امنیت

په زابل کې د تېرو درېیو میاشتو په بهير کې سلګونه طالبان وژل شوي دي

قلات باختر د لړم ۲۰ مه
د زابل  امنیتي مسوولین وايي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د دغه ولایت د ارغنداب، دای چوپان، اټغر، مېزان، شاجوی او د نوبهار په ولسوالیوکې سلګونه وسله وال طالبان وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت امنیه قوماندان سمونوال محمد مصطفی مایار د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې د افغان ځواکونو له لوري په ترسره شویو عملیاتو کې د سلګونه وسله والو طالبانو د وژل کېدو سربېره، د دوی لسګونه موټرسایکلونه، موټرونه، پټنځایونه، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
مایار زیاتوي چې افغان ځواکونو په تېرو دریو میاشتوکې وسله وال طالبان سخت ځپلي او په دوی یې مرګاني بریدونه کړي چې له امله یې سلګونه مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دی وايي: په دغه ولایت کې (خاک افغان) یوازینۍ ولسوالي ده چې یو شمېر سیمې یې  د وسله وال طالبانو په ولکه کې دي، خو د دې وړتیا نلري چې خپله ساحه پراخه کړي.
زابل چې په سویلي حوزه کې د نا امنو ولایتونو په کتارکې حساب و، خو اوس په کې افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي چې له امله یې اوس دغه ولایت یو له امن ولایتونو څخه شمېرل کېږي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته