ټولنه

څه ناڅه اته زره پنځه سوه تنه مهاجرين هېوادته راستانه شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
په تيرو ٧٢ ساعتونوکې ٨ زره ٥٦٥ تنه مهاجرين له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي دي .
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت وياند اسلام الدين جرئت د باختر آژانس آژانس خبريال ته وويل: د دغو مهاجرينو له جملې څخه ٥٣٧ کورنۍ چې ٢٥٩٦ تنه کيږي؛ دمهاجرت سندونه لري او نوريې سندونه نه لري او هغوى په خپله خوښه د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د جرئت د څرګندونو له مخې: له هغومهاجرينو سره چې د مهاجرت سندونه لري؛ د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کميشنرۍ له خوا مرسته شوې ده او له هغو کورنيو سره چې د مهاجرت سندونه نه لري؛ د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو د رياست له خوا په جلال آباد کې د مهاجرت د نړيوال سازمان دفتر ته د مرستو د ترلاسه کولو په مقصد معرفي شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته