
کابل، د وږي ۸مه، باختر
د کابل ولايت د دیني عالمانو شورا په کوربتوب، نن د عالمانو او متفذينو ولسي غونډه د لويې جرګې په تالار کې ترسره.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې شانداره غونډه کې چې د کابل ولایت سلګونه دیني عالمانو، متنفذینو، د ګذر وکیلانو، سوداګرو، صنتعکارانو او امارتي چارواکو او مسوولينو ګډون کړی و؛ ټول په یوه غږ له افغانستان اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د غونډې په پيل کې، د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد وویل: افغانان هغه قوم دی چې د تاريخ په اوږدو کې يې د هېواد قيادت د عالمانو په لاس کې و او اوس هم لله الحمد قيادت يې د مشايخو او عالمانو په لاس کې دی.
په هېواد کې اسلامي نظام د الله تعالی (ج) په نصرت او د افغان غیور ملت په زياتو سرښندنو او قربانيو سره واکمن شوی دی او بايد په سر او مال ترې ملاتړ او ساتنه وکړو.
دغه راز د رياستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، چې افغانانو په تېره نيمایي پېړۍ کې د اشغالګرو له خوا ډول ډول کړاوونه او ستونزې وليدلې، خو اوس د اسلامي نظام په حاکميت سره، ټول هېوادوال په سراسري امنيت کې خپلې چارې پر مخ وړي.
هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د حکم پر بنسټ، په هېواد کې د نشه يي توکو کښت، تجارت، قاچاق او کارول په مطلق ډول منع شوي دي.
په ورته وخت کې، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي، په تېره نیمه پېړۍ کې په افغانستان کې د نظامونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: موږ بايد د خپل تېر تاريخ له جريانونو څخه درس واخلو او په دې پوه شو چې ظالمانو او د هېواد دښمنانو ته لاس ورکول او ترې د مرستې غوښتل، د هېچا په ګټه نه دي.
مولوي متقي زیاته کړه: د پرديو په لاس هېڅکله وطن نه جوړېږي، افغانان بايد خپل وطن په خپله جوړ او هېواد له سيالانو سره سيال کړي.
د هغه په وینا، د افغانستان کمزوری کول، د ټولو په زيان دی او په نړيوالو مجلسونو کې هم ژمنې شوې او ډاډ ورکړل شوی چې نړيوال په افغانستان کې د مخالفتونو پلوي نه کوي.
همدا رنګه، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ الحديث مولوي ندا محمد نديم، په اسلامي ټولنو کې د عالمانو پر مقام او مسئولیتونو خبرې وکړې او ویې وويل، چې هغه نظامونه بريالي دي چې له دیني سره مشورې ولري او په بېلابېلو برخو کې د هغوی مشورې واخلي او عملي يې کړي.
هغه د هېواد له عالمانو څخه وغوښتل، چې د اسلام سپيڅلي دين د خدمت او د نظام د ساتنې او ملاتړ لپاره دې خپل مسؤليت ادا کړي او خپلې مشورې له مسؤلينو سره شريکې کړي.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني وويل، چې په جهادي دوره کې د هېوادوالو سرښندنې او قربانۍ د اشغالګرو د ماتې سبب شوې، اوس د دې وخت دی چې ټول د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېږي او ملاتړ يې وکړي.
د کابل ولايت د عالمانو شورا رئيس شیخ الحدیث و التفسیر خليفه دين محمد وويل، چې د دين او شريعت نافذول، يوازې د عالمانو او مسئولينو وجيبه نه؛ بلکې دا د ټولو مسلمانانو مسئوليت دی چې په دې برخه کې خپله ونډه ترسره کړي.
هغه زیاته کړه: د الله تعالی (ج) په نصرت سره نن په هېواد کې داسې نظام واکمن دی چې هر څوک کولای شي په آزاده توګه خپل دين او خلکو ته خدمت وکړي، نو دا زموږ ديني فريضه ده چې د دغه اسلامي نظام خدمت، ملاتړ او ساتنه وکړو.
د کابل ولايت د عالمانو شورا غړي شیخ الحدیث عبدالحمید حماسي هم په خپلو خبرو کې، د اسلامي نظام د ساتنې، تقویت او ملاتړ په لاره کې د هېواد د بېلابېلو قشرونو پر مسؤلیتونو خبرې وکړې او ویې ویل، چې اوسنی نظام باید د هېواد د بېلابېلو اقشارو په ځانګړې توګه د ځوان قشر له وړتیاوو څخه د اسلام مبین دين په ګټه استفاده وکړي.
د غونډې په بهیر کې، د کابل د ګذر وکیلانو په استازیتوب مجیب الرحمن صافي، د سوداګرو او پانګه والو په استازیتوب د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مهمند او د صنعتکارانو په استازيتوب د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رئیس شېرباز کمین زاده، خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل او له اسلامي امارت څخه یې خپل ملاتړ اعلام کړ.
د غونډې ويناوالو همدا رنګه، د افغانانو ترمنځ پر يووالي، د ځوانانو او کادرونو له وړتياوو څخه پر استفادې، د اسلامي امارت پر ملاتړ او د ولسي غونډو پر جوړېدو ټینګار وکړ او څرګنده يې کړه چې د هېواد په کچه د دغه شان غونډو جوړول، د نظام او ولسونو ترمنځ د واټن د کمېدو سبب کېږي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې، د کابل ولايت د علماؤ شورا په کوربتوب، د علماء کرامو او متفذينو ولسي غونډې دولس ماده ییز پرېکړه لیک په ملي (پښتو او دري) ژبو ولوستل شو چې په یوه برخه کې یې، له افغانستان اسلامي امارت څخه غوښتنه شوې چې له نړۍ سره په تعامل کې د اسلامي شریعت، خپلواکۍ او د افغانستان د حيثيت، ملي مصالحو او د عصر د غوښتنو په نظر کې نيولو سره سم له لازمې تګلارې څخه کار واخلي او له نړيوالې ټولنې یې هم غوښتنه شوې ده چې د افغانستان له حاکم نظام او ځمکنيو واقعیتونو سره معقول او مسؤلانه چلند او تعامل وکړي ترڅو د دواړو لوريو ترمنځ د لازم تفاهم او بشپړ رسمي تعامل زمينه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه په لارښوونه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم، د نظام او ولسونو ترمنځ د مخامخ دوه اړخيزو غوښتنو، سپارښتنو او ګډو بحثونو په تکل، د هېواد د سياسي، اقتصادي، فرهنګي، تعليمي او ټولنيزو چارو له پوهانو، متخصصينو او چارواکو سره د «ولسي غونډو» لړۍ پيل کړي چې لومړنۍ غونډه یې تېره پنجشنبه په جلال آباد ښار کې ترسره شوه او ټاکل شوې ده دغه شان غونډې د هېواد په ټولو ولايتونو کې ترسره شي.