ورزش

په کابل کې د هلکانو د بايسکل ځغلولو سيالۍ پيليږي

کابل باختر دزمري دمياشتې  ١٤  :
د روانې اوونۍ په بهيرکې  په کابل کې  د هلکانو د بايسکل ځغلولو د اتلوالۍ د جام سيالۍ پيليږي .
د افغانستان دبايسکل ځغلولو فدراسيون رئيس عبدالصادق صادقي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه سيالۍ د کابل  د ورزشکارانو په ګډون  د يو ويشتو نورو ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ پيليږي.
دده دڅرګندونوله مخې: ورزشکاران په دوو پړاوونوکې له کابل څخه تر چاريکارو او له چاريکارو څخه د پنجشير تر سفيد چهر پورې واټن ووهي.
صادقي وايي: د دغو سياليو موخه د بايسکل ځغلولو ټيم ته د غوره څيرو معرفي کول دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته