فرهنګ

په بغلان کې فرهنګي جشنواره جوړه شوه

کابل باختر د سلواغې اوومه
د شمال ختيځ زون لومړنۍ ادبي جشنواره په بغلان ولايت کې جوړه شوه.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د شمال ختيځ زون د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ د رييسانو، شاعرانو، ليکوالانو او قومي مشرانو په ګډون  جوړه شوې وه، د بغلان والي عبدالحی نعمتي د شاعرانو او ليکوالانو په ملاتړ، په ټولنه کې د شعر د اغيزو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې نننۍ ټولنه سولې او ملي يو والي ته اړتيا لري .
شاعران او ليکوالان دې بايد د ټولنې ناخوالي د شعر په قالب کې د قلم په ژبه بيان کړي .
د تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس نقيب الله ثاقب، د هېواد مشهورو شاعرانو قنبر علي تابش او شايان فريور هم په شمال ختيځه حوزه کې د شعر د لرغونتيا او د اوسني حالت په باب خبرې وکړې او فرهنګيانو، شاعرانو او ليکوالانو ته يې د دولت د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه .
د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالبشير اظهر د دغې ادبي جشنوارې د جوړولو هدف د شعر او ادب وده او پياوړتيا وبلله او ويې ويل چې دغه جشنواره د ټولنې د بيا رغاونې لپاره د همکارۍ موسسې په ملاتړ جوړه شوې ده چې په لسګونو تنو شاعرانو خپل شعرونه د سيالۍ لپاره ليږلي و .
د غوڼدې په پاى کې داستانه روشنا، عبدالرحيم کريمي، ابراهيم زماني او رويا نادري د شمال ختيځ زون د غوره شاعرانو او ليکوالانو په توګه وټاکل شول.  
ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته