
کابل، د وږي ۱۳مه، باختر
د کابل ولایت مقام ۱۵۰ تنه سرتېريله درې میاشتنیو نظامي، مسلکي او عقیدتي زده کړو فارغ او پر نوي نظامي یونیفورم سمبال شول.
هېواد کې د پرمختللي مسلکي پوځ د روزنې پر دوام د کابل ولایت مقام ۱۵۰ سرتېريهم د دریو میاشتو په لړ کې نظامي، مسلکي او عقیدتي زده کړې ترسره او د هېوادوالو خدمت ته وړاندې شول.
د فراغت په دې مراسمو کې د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد او د ولایتي ادارې یو شمېر مسوولینو ګډون ګډون کړی و.
د کابل والي تازه فارغ شویو کسانو ته په وینا کې د دوی د هېواد ریښتیني بچیان او د افغانستان د امنیت اصلي ساتونکي یاد کړل او له دوی یې وغوښتل، لکه څنګه چې یې په شل کلن دوران کې سرښندنې او قرباني ونه سپمولې همداسې باید په اوسني وخت کې هم د هېوادوالو د امنیت ساتلو لپاره کار وکړي.
ورته مهال د کابل ولایت ۱۵۰ فارغ شویو سرتېروډاډ ورکړ، چې د اسلامي نظام، ولس او هېواد په ساتنه کې به ځان له هېڅ ډول قربانۍ ونه سپموي.