امنیت

په ځانمرګي بريد کې درې تنه بهرني سرتيري ټپيان شول .

کابل باختر دچنګاښ دوه ويشتمه :
په ننګرهار ولاېت کې دځانمرګي بريد له امله دبهرنيو ځواکونو درې تنه سرتيري ټپيان شول.
دننګرهار ولايت دمطبوعاتي دفترمسوول احمد ضيا عبدالرزي دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ځانمرګي يرغلګر په چاوديدونکو توکو بار خپل کرولا موټر دبهسودو ولسوالۍ ديوولسمې ويالې په ساحه کې دائتلاف دځواکونو دکاروان له کتار سره  ټکر کړ او له امله يې دائتلاف دپوځونو درې تنه سرتيري ټپيان شول.
دعيني شاهدانو دڅرګندونو له مخې، په دې پيښه کې ديوې کورنۍ درې تنه مشومان هم  ټپيان شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته