امنیت

د طالبانو له شتون څخه د ډنډ غوري د خلکو ستونزې

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٣١
په پلخمري ښار پورې اړوند د ډنډ غوري په کليوکې پوځي عمليات د کورنيو د بې ځايه کيدو سبب شوې دي.
هغه ګډ پوځي عمليات چې لس ورځې مخکې د طالبانو له شتون څخه د ډنډ غوري د بېلابېلو کليو د پاکولو په مقصد پيل شوي و؛ له سيمې څخه د سلګونو کورنيو د بې ځايه کيدو سبب شوي دي.
د ډنډغوري د غروشاخ د ساحې يو تن اوسيدونکى واسع د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دولت د عملياتو او د نا امنيو په پيل سره خلک دې ته اړ شول چې خپلې کروندې ، کلي، کورونه او څاروي پريږدي او امنو سيمو ته لاړشي.
دى له دولت څخه غواړي چې د بې ځايه شويو خلکو د برخليک د ټاکنې په مقصد دې يا عملياتو ته زور ورکړي او يا ځواکونه له ساځې څخه په شا کړي.
دغه څرګندونې يواځې د غرو شاخ په اوسيدونکو پورې مربوطې نه دي؛ بلکې سفيد خان د کلي په ګډون چې اوس د دواړو لورو د جګړې په لومړۍ ليکه بدل شوى دى؛ د ډنډ غوري د ټولو اوسيدونکو څرګندونې دي.
خو د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبدالرشيد بشير په دې ترڅ کې چې د موجودو نا امنيو اصلي علت له طالبانو سره د خلکو د همکاريو زيږنده وباله؛ زياته يې کړه چې په سيمه کې موجود شرايط دوى په خپله رامنځته کړي دي او موږ هلې ځلې کوو چې له ډنډ غوري څخه د طالبانو په شړلو سره ساحه امن کړو چې د دغو سيمو خلکو ته د ژوندانه شرايط برابر کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته