امنیت

په غزني کې په پنځلسو پوځيانو دډزو دلامل وژل کېدل

کابل /دليندۍ  ٢٣مه باختر
په غزني کې په پنځلسو پوځيانو دډزولامل دهېواد دهوايي پوځ په بريد کې ووژل شو .
دطالبانو يونفوذي  سړي  تېره شپه دغزني په قره باغ ولسوالۍ کې دسيمه ييزې اردو په قرارګاه  کې په لسګونو پوځيانو ډزې وکړې ، هغه بريدچې په پايله کې يې   ١٥ پوځيان  ووژل شول  او څو تنه نور ټپيان شول
له دغه بريد وروسته نن پوځيان په دې بريالي شول  چې دطالبانو دغه نفوذي سړي پيداکړي  او دشاغولي او زردآلو دکليو دترمنځ ساحه کې په هوايي بريد کې ووژني .
  دغزني دوالي وياند باختراژانس ته وويل چې  دهېواددهوايي پوځ په دې بريد کې  په پنځلسو پوځيانو دډزو داصلي  لامل په  ګډون اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
هغه وويل په دې بريد کې يوه اندازه جنګي وسايل او يوپوځي ټانک چې دغه يرغلګر په قره باغ  کې دملي اردو دسرتېرو له قرارګاه څخه له ځان سره وړې و ،.  ويجاړ شول .  دملي دفاع وزارت مقامات  دغزني په قره باغ کې دسيمه ييزې اردو په پوځيانو بريد  تاييدوي  او وايي  چې په دې بريد کې نهه پوځيان وژل شوي دي. خو په غزني کې  ځينې پوځي سرچينې په دې پېښه کې د وژل شويو پوځيانو شمېر  ١٥ بولي . درارسيدلو خبرونوله مخې ،  دطالبانو دغه  نفوذي سړي  کله چې پوځيان ويده و ، په هغوى باندې ډزې کړي دي .     ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته