فرهنګ

په هرات کې دقرآني علومو دڅانګو له روزنيز پروګرام څخه دلسګونو تنو ځوانانو فراغت

هرات باختردچنګاښ دمياشتې ٢٠:

دهرات دحوت د ٢٤مې دشهيدانو په مرکز کې دقرآني علومو دڅانګو څلويښت تنه طالب العلمان دخپلو روزنيز دوروپه بشپړولو بريالي شول.

د حوت د ٢٤ مې دشهيدانو مرکز  چې نږدي زر تنه ځوانان اوتنکي ځوانان يي  دقرآن عظيم الشان دزده کړې ، حفظ او قرائت دپروګرامونو ترپوښښ  لاندې نيولي دي  دغو کسانو دفراغت جشن جوړکړ.

 دحوت دڅلرويشتمې دشهيدانو دمرکز مسوول ټکاور وايي  دغه مرکز په مصعب ابن عمير مدرسه کې په فعاليت سربيره دهرات ښار په کچه دنجونو شپږ دارلحافظونه ترپوښښ لاندې نيولي دي .

دقرآن عظيم الشان دحفظ اوقرائت دلومړۍ روزنيزې دوري  دپاى ته رسيدو په مراسمو کې چې دپل رنګينه  په جامع جومات کې پرځاى شوي و يوشمير برخه والو عالمانو دقرآني علومو دزده کړي ارزښت بيان کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته