خبرونهاقتصادټولنه

په لوګر کې څه باندې ۲۳۴ زره څاروي د تلف کېدو له ګواښ سره مخ دي

کابل، د کب ۱۲مه، باختر

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې څه باندې ۲۳۴ زره څاروي د سختې واورې د اورېدو او د وښو د نشتوالي له امله د تلف کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د عوايدو آمر قاري عبدالبصير شاهد د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغه ولايت د مرکز او شپږو ولسواليو په ګډون د واورې د اورښت، سړې هوا او د څارويو د وښو د کمښت له امله په ټوليزه توګه ٢٣۴ زره ۴٨٨ د اوښانو، غواګانې، آسونو، وزو او پسونه د تلف کېدو له خطر سره مخامخ دي.

هغه زياته کړه، چې د لومړنيو شمېرو له مخې په دغه ولايت کې تر ۱۰۰ زيات څاروي له منځه تللي او د دغو څارويو د لا زيات زيان د مخنيوي په موخه يې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره خبرې کړي، څو ژر تر ژره مالدارانو ته د حیواناتو خوراکې د وېش په برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته