
کابل، د وري ۲۳مه، باختر
د کابل په استالف ولسوالۍ کې د یوه ترانسفرمر په فعالولو سره ۲۳۴ کورنیو ته برېښنا وصل شوې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه شرکت د رهبرۍ له خوا د کابل په استالف ولسوالۍ کې د ۳۱۵ کیلو واټ په ظرفیت د یو ترانسفرمر د نصبولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ترانسفرمر په لګولو سره به ۲۳۴ کورنۍ له برېښنا برخمنې شي او لسګونه نور پېرېدونکي به وصل شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د یوه ترانسفرمر په نصبولو ۱۶۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې وې.
لمر