امنیت

اووه ويشت تنه ډار اچوونکي په فراه کې ووژل شول

فراه باختردتلې دمياشتې ٨  نيټه :
په فراه ولايت کې پرون اووه ويشت تنه وسله وال  ډار اچوونکي ووژل شول.
د کوماندو د ځواکونو وياند احمد جاويد سليم باختر آژانس ته وويل:                      دغه ډار اچوونکي د ملي اردو د خاصوعملياتو د څلورم کنډک د ځواکونو له خوا په ګډو عملياتوکې د فراه ولايت د کنسک د کلي په مربوطاتوکې ووژل شول.
سليم زياته کړه: په  دغو عملياتوکې د دښمن  ١٢ سراچه موټرونه له منځه وړل شوي، درې ميله پيکا، دوه توغندي، پنځه کلاشينکوفونه، يوه آرپيکه، يو ميل ام _ ١٦، يو دوربين، پنځه آيکم مخابرې ، يوه ثقيله (اس، پي ، جي _ ٩ ) وسله  هم د ملي اردو د ځواکونو لاسته ورغلي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته