کابل باختردليندۍ دمياشتې٦ نيټه :
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت نن په خوست ولايت کې د څلورو پروژو کار پيل کړ.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو مسوول حبيب بهزاد باختر آژانس ته وويل: په دغو پروژوکې د دغه ولايت د باتولان او د سنګي په کليوکې د دولسو کيلومترو په اوږدوالي د سړک قيرکول او د ټنيو په ولسوالۍ کې د خان سفيد او سيلان په کليوکې د څښاک د اوبو د څاه کيندل او ٣٦٠ کورونو ته د هغو د ليږدول شامل دي چې په خوست ولايت کې عملي کيږي.
د ده دڅرګندونوله مخې: دغه پروژې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت د کليوالي لارو او د اوبو رسولو د ملي پروګرام له خوا تطبيقيږي چې په بشپړيدو سره يې ٨٠٠ کورنيو ته اسانتياوې برابريږي.
پاى ؛ جذ
0 1 دقیقه لوستل