امنیت

شپږتنه ياغي طالبان په ميدان وردګو کې ووژل شول

کابل باختردتلي دمياشتې  ٣ :
دميدان  وردګو په ولايت کې دملي اردو اودملي پوليسو دځواکونو په دوو جلاجلا عملياتوکې شپږتنه ياغي طالبان ووژل شول اودرې تنه نور يې ټپيان شول.
پر دغو ياغي طالبانو دچک او سيداباد په ولسواليو کې  هغه وخت چې په ورانکارو فعاليتونو بوخت و، د افغان پوځيانو له خوا بريد وشو.
دميدان وردګو ولايت دسيداباد ولسوال ډاکتر فضل کريم مسلم باختراژانس ته وويل چې په يو لړ دغو عملياتو کې چې ددغه ولايت دسيداباد ولسوالۍ په جنګي اوهفت آسياب کليو کې ترسره شول، درې تنه وسله وال  مخالفين ووژل شول اويو تن بل يې ټپي شو.
په دغو عملياتوکې يو توغندي ويشتوونکى، يوکلاشينکوف، يوه تومانچه، يوه مخابره او درې موټرسايکلونه هم دهيواد دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.
دسيداباد ولسوال وويل: په هغو نښتو کې چې وشول، دملي اردو يو سرتيرى ټپي شو او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والې بلل شوى دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته