امنیت

په بلخ کې يوه معلول يوه بهرنۍ ښځينه ډاکتره ووژله .

کابل باختر دوږي شلمه :
په سره صليب  پورې  يوه اړونده بهرنۍ ښځينه ډاکتره نن سهار په مزارشريف  ښار کې ووژل شوه .
دبلخ ولايت دامنيې  قوماندانۍ دامنيت آمر عبدالرزاق  باوري باختراژانس ته وويل چې دغه بهرنۍ  ښځينه ډاکتره ديوه معلول له خوا په مزارشريف ښار کې دسره صليب  دپښو دجوړولو په مرکز  کې ووژل شوه .
ده زياته کړه چې بريدګر يامعلول دبغلان ولايت اوسيدونکې دى چې په دغه مرکز کې تر درملنې لاندې دى .
ده زياته کړه چې ددغې ډاکترې  دوژل کيدو علت تراوسه پورې   نه دى روښانه شوې او بريدګر  معلول او يوتن بل ددغې پيښې  په اړوند نيول شوي دي .
ديوبل خبرله مخې څلور  ماينونه پرون دبلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې  شنډ کړى شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله باختراژانس ته وويل چې دغه ماينونه دبلخ ولايت  دچمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دملي اردودمنسوبانو دعملياتو په بهير کې  کشف اوشنډ کړى شول .
ده زياته کړه  چې دغه ماينونه د ډار اچوونکو له خوا ځاى پرځاى کړى  شوي و .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته