امنیت

يوه ځانمرګى يرغلګر په کابل کې د بهرنيو ځواکونو په کاروان بريد وکړ

کابل باختر د مرغومي شپږمه :
يوه ځانمرګى يرغلګر نن له غرمې وروسته په يوه بجه او ديرشو دقيقو دکابل  ښار د نهمې ناحيې په مربوطاتوکې په ګمرک واټ کې د بهرنيو ځواکونو د وسايطو په کاروان بريد وکړ چې له امله يې درې تنه بهرني سرتيري ووژل شول.
دباخترآژانس دخبر له مخې: ځانمرګى يرغلګر په چاوديدونکوتوکو بار خيل موټر د بهرنيو ځواکونو پوځي وسايطو ته څيرمه وچاوه چې له امله يې درې تنه بهرني سرتيري ووژل شول او شپږ تنه ملکي کسان ټپيان شول.
د ناټو ځواکونو له رسنيوسره په اړيکه کې تاييدکړې ده چې د دوى د پوځي وسايطوپه کاروان په کابل کې بريدشوى دى او د دوى درې تنه منسوبين يې په دې پيښه کې وژل شوي دي.
په همدې حال کې دعامې روغتيا وزارت دمرکز د روغتونونو رييس ډاکتر سيد کبير اميري باخترآژانس ته وويل: درې تنه ملکي وګړي چې په دې پيښه کې ټپيان شوي وو؛ لومړى د وزير محمد اکبر خان روغتون ته وليږدول شول او له دغه ځاى څخه دوه تنه ټپيان د سردار محمد داود خان څلور سوه بستريز روغتون او يوبل ټپي د ابن سينا عاجل روغتون ته ليږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته