کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢ :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د اقتصاد د وزیر عبدالهادي ارغندیوال د پلار ارواښاد عبدالجلیل ارغندیوال د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته خبر ورکړ :
په دغو مراسموکې چې نن له غرمې وروسته د کابل ښار د عیدګاه په جامع جومات کې پرځای شول، د هېواد پر جمهور رئیس سربیره د جمهوري ریاست دويم مرستیال محمد کریم خلیلي، د کابیني او ملي شورا ځینوغړو، جهادي مشرانو، علمي او فرهنګي شخصیتونو، د وسله وال پوځ افسرانو، د کابل ښار ګڼ شمېر ښاریانو او د ارواښاد عبدالجلیل د کورنۍ غړو او مینه والوګډون کړی و.
جمهوررئیس حامدکرزي په دغو مراسموکې د ارواښاد عبدالجلیل ارغندیوال زوی د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال او د هغه د کورنۍ نورو غړو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې او د لوی خدای له درباره یې هغه ته د فردوس جنت هیله وکړه.