دکندزښار باختر د ثور د مياشتې ١٧ :
څوارلس تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې د کوماندو له ځواکونوسره په جګړوکې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه د چهاردرې په ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې وسله والوطالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
د افغانستان د کوماندو ځواکونو يوه قوماندان له باختر آژانس سره په اړيکه کې وويل: په دې جګړه کې ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کيږي په دې جګړه کې د کوماندو ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى
تېره اوونۍ هم وسله والوطالبانو ته په چهاردې ولسوالۍ کې د کوماندو له ځواکونوسره په نښته کې د سر دروند زيان واوښت .
0 د یوې دقیقې څخه لږ