امنیت

په هلمند ولايت کې د توغندي د لګيدو له امله پنځه تنه ووژل شول

کابل باختر دمرغومي شپاړلسمه :
په هلمند ولايت کې پرون مازيګر د يوه توغندي د لګيدو له امله پنځه تنه ملکي وګړي ووژل شول.
د هلمند د والي ويندوى عمر ځواک باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه د ګرشک ولسوالۍ دکمبرک په سيمه کې هغه وخت وشوه چې د طالبانو له خوا توغول شوي  توغندي په يوه سراچه ډوله موټر ولګيد.
ځواک وويل: په دې پيښه کې د دوو ښځو او دريو تنو نارينه وپه ګډون پنځه تنه ملکي وګړي  چې د سنګين ولسوالۍ اوسيدونکي وو؛ ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته