امنیت

په غور کې دماين د چاودنې له امله دبشردوستانه مرستوپه کاروان بريدوشو

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٠  :
په غور ولايت کې  دبشردوستانه مرستو کاروان په سړک کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت،.
دغه پيښه نن مازيګر دپنځو بجوپه شاوخوا کې رامنځته شوه په خوراکي توکو او په لګښتي مالونو بار يو موټر له منځه تللى او چلوونکى يې ټپي شوى دى.
دغور ولايت دپوليسو يو مقام  دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛   چې په دې پيښه کې په بشردوستانه مرستو بار موټر چلوونکى ټپي شوى دى.
ده وويل ؛ ټاکل شوې وه دغه  کاروان  خوراکي توکي او لګښتي مالونه دپسابند ولسوالۍ ته وليږدوي  چې دلارې په اوږدو کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت .
دپوليسو دغه مقام وايي  چې په دې پيښه کې دمرستې  توکي اومالونه له منځه تللي او موټر چلوونکى يې ټپي شوى دى.
ده وسله وال طالبان ددغې پيښې عامل وبلل  او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملانو دپيژندنې اونيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته