امنیت

د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين جوزجان ته سفر وکړ

کابلباختردمرغومي دمياشتې٢٩نيټه:
د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين محمد اختر ابراهيمي نن جوزجان ولايت ته ورسېد.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين د خپل سفر هدف د وسله والوطالبانو له شتون څخه د شبرغان – مزارشريف د لويې لارې پاکول او په دې لويه لاره کې د نويو پوستو جوړول وبلل.
ده وويل چې د دغې لويې لارې امنيتي حالت به ډير ژر ښه شي.
ده دغه راز وويل چې د وسله والو غلاوو د مخنيوي په خاطر به د شبرغان ګارنيزيون پياوړى شي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته