امنیت

دننګرهار په مستوفيت کې ديرغلګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته دوام لري .

کابل باختر دثور  ٢٣
دننګرهار ولايت په  مستوفيت کې ديرغلګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته هماغه شان دوام لري .
يوې ډلې يرغلګرو نن  غرمه  دننګرهار ولايت په مرکز  جلال اباد ښار کې په مستوفيت  بريد وکړ . 
درارسيدلو خبرونو له مخې ، لومړى يوه ځانمرکى يرغلګر په چاودونکي بار يو موټر دمستوفيت دروازې ته څيرمه وچاوه اووروسته څو تنو يرغلګرو له امنيتي ځواکونوسره په نښتې لاس پورې کړ .
دننګرهار ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال  باختراژانس ته وويل چې ددغه بريد له ساحې څخه تراوسه پورې    لس تنه شهيدان او  نهه ديرش تنه  ټپيان ددغه ولايت مرکزي روغتون ته ليږدول شوي دي
ده ددغې پيښې داتو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
له بلې خوا دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي  وايي چې امنيتي ځواکونو مستوفيت شاوخوا ساحه دتګ راتګ پرمخ تړلې ده او هڅه  کوي چې يرغلګر يو په بل  پسې وځپي  .
ويل کيږي  چې يو يرغلګر  له پوځيانو سره په نښته کې  وژل شوى او نور يرغلګر  مقاومت کوي .
ددغې پيښې زياتره قربانيان او ټپيان دننګرهار ولايت دمستوفيت کارکوونکي بلل شوي دي .
امنيتي سرچينې وايي چې يرغلګر دننګرهار ولايت دمستوفيت  تاسيساتو ته په ننوتو سره هر څوک چې مخې ته يې راځي ډزې پرې کوي .
دننګرهار دوالي وياند وايي   امنيتي ځواکونه په دې بريالي شوي دي چې دمستوفيت ګڼ شمير کارکوونکي خوندي ځاى ته وليږدوي خو لاتراوسه پورې هم يوشمير نور  يې دجګړې په ساحه کې بند پاتې دي .   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته