امنیت

پوليسو نارت ګيټ ميلمستون ته د ډار اچوونکو د ننوتلو مخه ونيوله

کابل باختر دزمري د مياشتې ١١ :
د نارت ګيټ په ميلمستون بريد د يو پوليس په شهادت  او دوو تنو وسله والو يرغلګرو په وژلو کيدو سره پاى  ته ورسيد.
د کابل ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي په سيمه کې دعملياتو له پاى ته رسيدو وروسته دباخترآژانس خبريال ته وويل : له هغې سختې چاودنې څخه څو شيبې وروسته  چې ځانمرګى يرغلګر په چاوديدونکو توکو بار  له يوې لارې موټرڅخه په استفادې سره  په ترسره کولو يې بريالى شو . دګزمې په حال کې  د پوليسو منسوبينو ځان دپيښې سيمې ته  ورساوه  او ميلمستون ته يې د دوو نورو يرغلګرو  دننوتو  مخه ونيوله.
دکابل ولايت  امنيه قوماندان  وويل ؛  چې د دغې جګړې په بهيرکې يو پوليس شهيد او درې تنه نور ټپيان شول .
دوه وويل  چې  له  دغې سختې   چاودنې سره سره  په  ميلمستون کې  هيچاته
زيان نه  دى اوښتى خو دغې چاودنې دپيښې دسيمې ته څيرمه  ود انيو ته زيان اړولى دى.
جنرال رحيمي زياته کــــړه  چې دوه تنه يرغلګر په داسې حال کې چې   په کلاشينکوفونو سمبال  و  د پوليسو له خوا ووژل شول .
ده  دپوليسو له ټولو منسوبينو په تيره بيا د خاصې قطعې له ځواکونو څخه چې دغه بريد يې په ډيره ښه توګه مهار کړ قدرداني وکړه. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته