امنیت

په لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکي په نيمروز کې ترلاسه شول .

کابل باختر د ليندى شپږمه :
پنځوس کيلوګرامه اپين پرون په نيمروز کې کشف اوضبط شول
دنيمروز دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې مدير پرويز  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دغه اپين دزرنج ښار دمالدارانو په کلي کې  له يوه کور څخه ترلاسه شول .
ده وويل   چې تراوسه پورې ددغې پيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي  او پوليس دنشه يي توکو دعاملانو دنيولو لپاره هلې ځلې کوي .
  ختم_سعيده _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته