سیاست

د افغانانوترمنځ د سولې خبرې پیلېږي

 

 

کابل/ د وږي ۲۰مه/ باختر

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو د پلاویو تر منځ د سولې خبرې بل سبا د ۱۳۹۹ د وږي پر ۲۲ مه په دوحه پیل کېږي.

جمهوري ریاست او د ملي روغې جوړې عالي شوار ته نږدې سرچینې وایي چې د افغانستان اسلامی جمهوري دولت پلاوی  د خبرو د پیل په موخه سبا دوحې ته ځي. همدارنګه طالبانو په یوه اعلامیه کې چې څو شېبې وړاندې یې رسنیو ته استولې ده، بل سبا د سولې خبرو د پیل لپاره د خپل تیاري خبر ورکړی دی.

د امریکایانو او طالبانو تر منځ د شوې موافقې له مخې بایدد افغانانو تر منځ د سولې خبرې څو میاشتې مخکې پیل شوي وای، خو په ځینو برخو په تېره بیا د بندیانو د خلاصون په برخه کې د ستونزو او اختلافاتو له امله دا خبرې وځنډېدې او اوس چې ټول خنډونه لرې شوي دي، نو دا خبرې بل سبا پيل کېږي او افغانان یې په ډېره لیوالتیا پيل ته شېبې شماري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته