امنیت

دداعش دډلې پنځه غړي په کونړ کې ووژل شول .

-کابل/ دمرغومي ٥مه/ باختر:
دداعش دډلې  ٥ غړي تېره شپه په  کونړ کې په هوايي بريد کې ووژل شول .
په دغوډار اچوونکو په څوکۍ ولسوالۍ کې ددوى په پټنځي بريد وشو .
درارسېدلو خبرونوله مخې ،  په دغو ډار اچوونکو هغه وخت بريد وشو چې د نويو ډار اچوونکو برېدونو دطرحه کولو لپاره  په يو پټنځي کې راټول شوي و .
دهېواد په ختيځ کې دسېلاب قول اردو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي  چې په دې هوايي بريد کې دداعش دډلې  ٥ غړي ووژل شول .
خبرپاڼه زياتوي چې په دې بريد کې دداعشيانو پټنځاى له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړي شوى دى .
ديوبل خبرله مخې ،  دکونړ پوليسو  نن سهار  ددغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه د  ١٤ ماينونوپه کشفولو سره  ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته