امنیت

دیارلس طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۱۵مه / باختر
د وسله والو طالبانو د څو مهمو افرادو په ګډون د دغې ډلې ١٣ غړي تېره شپه په بغلان کې ووژل شول.
د ځانګړو عملياتو قول اردو مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې د کومانډو ځواکونو د بغلان د مرکز پلخمري ښار د دويمې حوزې په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو د راټولېدو پر سيمو بريدونه وکړل.
خبرځاى زياته کړه چې د دغو بريدونو په بهير کې په بغلان کې د وسله والو طالبانو سيمه ييز قوماندان مفتي عثماني او په دغه ولايت کې د طالبانو د پوځي کمېسيون د مسوول قاري حسن مرستيال او قاري ذاکر په ګډون ١٣ وسله وال طالبان ووژل شول او ٢۴ نور یې ټپيان شول.
ختم-شکريه -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته