فرهنګ

د حضرت امام ابوحنيفه (رح) د ژوند او شخصيت سيمينار جوړ شو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٦
دحضرت امام ابوحنيفه (رح) د  ژوند او شخصيت په باب سيمينار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د مطبوعاتو د نړيوال مرکزپه تالارکې جوړشو.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: دغه سيمينار چې د جيد عالم او جهادي مشر پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رييسانو ، د پارلمان د يو شمير وکيلانو، ديني عالمانو او روحاني شخصيتونو په ګدون جوړ شو؛ د سيمينار په نامه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي پيغام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معين سيد مصدق خليلي له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي:
دخوشحالۍ ځاى دى چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اسلامي نړۍ د ستر او نوميالى شخصيت حضرت امام اعظم (رح) سيمينار سازماندهي کړى او د هيواد ګرانقدر ديني عالمان، څيړونکي او پوهان يې دغې غونډې ته را وبلل چې د امام ابوحنيفه (رح) په باب د طرحه شوې موضوع بېلابېل اړخونه د درناوي په علمي غونډوکې طرحه او وڅيړي.
دغه راز په پيغام کې ويلى شوي دي: څو کاله مخکې د علومو اکاډمۍ په کابل ښار او دغه راز د چاريکارو په ښارکې يو ستر سيمينار جوړ کړ او د حضرت امام د ستر او نافذ شخصيت او د هغه د لوړو او حميده اخلاقو او د حنفي مذهب په باب دغه سيمنارکې ګټورې مقالې برابرې او وړاندې کړې.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين دحضرت امام اعظم (رح) د شخصيت، ځاى، لوړمقام او د ژوند د بېلابېلو اړخونو په باب معلومات وکړل او ويې ويل: نن د اسلام د تاريخ د يو ډير عالي قدر او نوميالى شخصيت درناوي کوو. د هغه د ژوند، کارنامو او تعاليمو ، امام اعطم ابوحنيفه نعمان بن ثابت ابن زوطى ، ابن مرزبان ، ابن ماه، په اتيايم کال کې د لومړۍ هجري پيړۍ په پاى کې په کوفه کې وزيږيد او په ١٥٠ هجري کې په بغلان کې وفات شو چې آرامګاه يې هم په بغدادکې ده .
ډاکتر رهين وويل: د امام پنځوس کاله عمر په دويمه هجري پيړۍ کې تير شو او د اسلام په تاريخ کې دويمه پيړۍ د علمي ، پرانستي علمي ټولنيزې فضا د عظمت او د اسلامي عظمت او فرهنګ له پلوه ځانګړې ده.
داطلاعاتو او فرهنګ وزير په دې ترڅ کې چې د دويمې هجري پيړۍ د ځانګړتياوو په باب معلومات وکړل؛ هيله يې وکړه چې دغه سيمينار د عالمانو او پوهانو په خبرو او مقالو ځانګړى رونق له ومومي او د امام په ژوند او تعاليموکې نوي ټکي وموندل شي او اوسنى نسل د هغه څه په باب چې د دين سترو مشرانو په خپل وخت او په تيره بيا په اسلامي تمدن د تاريخ ، فرهنګ او عظمت په طلايي پيړۍ کې ، زده کړه وکړي.
وروسته دافغانستان دعالمانو د شورا غړى مولوى نيک محمد د حضرت امام ابوحنيفه د شخصيت او علمي اړخونو په اړوند معلومات ورکړل او د اسلام له نظر يې د علم ځاى جوت کړ.
په دې سيمينارکې د اسلامي اخوت د شورا غړى استاد محمد اکبري د حضرت امام ابوحنيفه دمقام په باب خبرې وکړې او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له خوا يې ددغه سيمينار جوړول د اسلامي اخوت د ستنو د ټينګښت په لاره کې ښه او ارزښتناک ګام وباله.
دغه راز جيدعالم او جهادي مشر پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي دامام اعظم (رح) دشخصيت او تقوا د بېلابېلو اړخونو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل : حضرت امام ابوحنيفه هرهغه حکم چې په اسلام کې راغلى دى؛ د عقل خلاف نه باله او په همدې مقصد هرحکم چې صادريده؛ له عقل سره يې تطبيق کاوه.
له پاکستان څخه مفتي سيد محمدالقادري ددغه سيمينار يو بل ويناوالى و چې د امام ابوحنيفه د عظممت په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې حضرت امام اعظم د افغانستان له بچيانو څخه دى او له همدې امله دغه هيواد د درناوى وړ دى.
ده دغه راز د علامه اقبال لاهوري د سفرونو چې د افغانستان او ددغه هيواد دخلکو په ستاينه ويل شوي دي؛ هم يادونه وکړه.
له هندوستان څخه سيدشاه حسين احمد هم په خبروکې په دې ترڅ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په توګه د ډاکتر سيد مخدوم رهين د ټاکنې په خاطر د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي څخه مننه وکړه او ويې ويل: هغه هيواد او خاوره چې له مکې مکرمې او مدينې منورې وروسته د درناوي وړ ده؛ افغانستان دى.
ده زياته کړه: دا هغه هيواد دى چې علي (شير خدا) دلته دى او د ابوحنيفه هيواد او د چشتيه طريقت ځاى او دپيدا کيدو ځاى دى .
دغونډې په دوام د دغه سيمينار په نامه د ځينو ارګانونو پيامونه ولوستل شول، دحج او او قافو د وزارت پيغام د کرام الله صديقي له خوا، دافغانستان دعلومو داکاډمې پيغام د څيړنوال عبدالمعبود زريري او دکابل پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي پيغام ددغه پوهنځى د استاد پوهيالى فريد احمد هروي له خوا ولوستل شو.
دغه راز دسيمينار لومړۍ علمي غونډه د رييس په توګه د مولوي نيک محمد، دمرستيال په توګه د سيدشاه حسين احمد او د منشي په توګه د مولوي رحمان رحماني له ټاکنې وروسته په کار پيل وکړ.
په دې غونډه کې د پارلمان غړى قاضي نذيراحمد حنفي او له هندوستان څخه سيد شاه حسين احمد د امام اعظم د شخصيت او مقام په پاب خپلې علمي او تحقيقي مقالې ولوستلې.
دغه راز د دغه سيمينار له غرمې وروسته په علمي غونډه کې د رييس په توګه دقاضي نذير احمد حنفي، د مرستيال په توګه د سيدشاه حسين احمد، د منشي په توګه د مولوى رحمان رحماني له ټاکنې وروسته خپل کارته دوام ورکړ.
په دې مجلس کې څيړندوى عبدالرحمن حکيم زاده او له پاکستان څخه مفتي سيد محمدالقادري خپلې علمى او څيړنيزې مقالې چې د امام ابوحنيفه دکارنامو او د ژوند د بېلابېلو اړخونو په باب ليکلې دي؛ ولوستلې. دسيمينار کار سبا هم دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته