امنیت

په قندهار کې دماين دچاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي ووژل شول

کابل  باختردلړم دمياشتې ٢١ :
دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې دماين دچاودنې له  امله  درې تنه ملکي وګړي ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن سهار دميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې ديوموټر دتيرېدوپه وخت کې  رامنځته شوه .
دقندهار ولايت امنيتي مقامات وايي: ددغه موټر ټولې سپرلي هغه کسان وو چې په دغې ولسوالۍ کې د واده مراسمو ته روان وو.
دقندهار د والي ويندوى جاويدفيصل ددغه خبر په تائيدولوسره باختراژانس ته وويل  چې ددغه موټر ټولې سپرلي ملکي وګړي وو.
په همدې حال کې په قندهار ولايت کې د ايمرجنسي روغتون مسوولين ددغې پيښې د ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته