امنیت

دکانونو اوپتروليم وزارت چارواکو په کابل ښار کې دپروني ځانمرګي بريد عاملان وغندل .

کابل باختر د زمري  دريمه :
دکانونو اوپتروليم وزارت  چارواکو په کابل ښار کې  دپروني  ځانمرګي بريد عاملان وغندل .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  دکانونو او پتروليم وزارت په کابل ښار کې د پروني خونړي  پيښې  دقربانيانو  کورنيو ته  د ډاډ ګيرنې او همدردۍ دپيغام په ليږلو سره ويلي دي  چې په دې پيښه کې  دکانونو او پتروليم وزارت  يوشمير کارکوونکي  شهيدان او يوشمير نور هم ټپيان شوي دي .
   دغه راز په پيغام کې ويل شوي دي  چې دکانونو او پتروليم وزارت  دمشرتابه هيئت  او منسوبين ددغې پيښې دقربانيانو کورنيو ته د ډاډ ګيرنې او همدردۍ دمراتبو په څرګندولو سره  ځان ددغې پيښې  دقربانيانو دکورنيو په غم او خپګان کې  شريک بولي او ژمنه کوي  چې دغه وزارت  ځان مکلف بولي چې دپيښې  دشهيدانو کورنيو او ټپيانو ته  دهيڅ راز مادي او معنوي مرستو له رسولو څخه  ډده نه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته