کابل /دلړم لومړى / باختر :
څلور وسله وال طالبان تېره شپه په لوګر کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دلوګر دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي په داسې حال کې په دغه ولايت کې دڅلورو طالبانو دوژل کېدو خبرورکوي چې دپل علم ښار تېره شپه دپوځيانو او طالبانو ترمنځ دسختو جګړو ډګر و .
هغه وويل چې په دغو جګړو کې دسپکو او درندو جنګي وسايلو په ګډون دښمن دجنګي وسايلو يوه زېرمه هم له منځه تللې ده . ختم_ عطاالله –اکرم