کابل باختر د لړم څلورمه :
په فراه ولايت کې دماين دچاودنې له امله يوملکي وګړى شهيد اودرې تنه پوليسان ټپيان شول .
دفراه د والي ويندوى عبدالرحمن ژوندي باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د سيمه ئيزو پوليسو د ځواکونو دسپرلۍ رنجر موټر د پشت رود ولسوالۍ د زاړه ښار په ساحه کې په ماين وخوت.
په دې پيښه کې يوملکي وګړى شهيد او درې تنه سيمه ئيزو پوليسان ټپيان شول.
ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي او روغتيايي مسوولينو ديو تن ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ