کابل باخترد سلواغې ٢٢ نيټه :
وسله والو طالبانو پرون د غور ولايت دمحکمې يو قاضي دغور_ هرات په لويه لاره کې شهيد کړ.
دغور ولايت د پوليسو وياند اقبال باهر وويل ؛ قاضي بازمحمد د غور ولايت دتيوري ولسوالۍ په محکمه کې دقاضي په توګه دنده ترسره کوله .
ده وويل ؛ وسله وال طالبان دغه قاضي دهرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ په شيرزاد دښته کې له موټر څخه راښکته او شهيد يې کړ.
د غور د والي وياند ددغه خبر په تائيدولوسره وويل ؛ د دغه قاضي کور په هرات ولايت کې و او دى د رخصتۍ لپاره کور ته روان و . پاى ع ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ