ټولنه

په هرات کې دښځې دنړيوالې ورځې نمانځنه

-کابل باختر دکب شپاړلسمه :
دمارچ دمياشتې اتمه دښځې نړيواله ورځ دهرات ولايت داوبو لګولو په رياست کې ونمانځل شوه .
دهرات  ولايت داوبو رسولو دادارې رييس انجنير محمد راتب حميم په دې غونډه کې دهېواد ښځې زيارکښې او استعدادلرونکي وبللې اوپه بېلابېلو  موقعيتونوکې يې دهغوى سرښندنې وستايلې .
دهرات ولايت مرستيالې  مونسې حسن  زاده  دمارچ دمياشتې داتمې  تاريخچې او دغه راز داسلام دمقدس  دين له پلوه په ټولنه کې دښځو درول په باب  خبرې وکړې او دهرې ټولنې ترقي او پرمختګ يې دټولنې دښځو او نارينه و داستعدادونو او ځواکمنيو څخه په کار اخستلو کې وبلل .
دمراسمو په پاى کې دستاينې  هغه لوحه چې دولايت دمعاونيت له لوري داوبو رسولو  رياست يوشمير کارکوونکو ته په دې اداره  کې دهغوى  دغوره خدمتونو په درناوي ورکړى شوه .   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته