امنیت

د طالبانو په ‌ډزو کې دوه ملکیان ټپيان شول

کابل/ د سلواغې ١٠مه/ باختر
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسوولین وايي چې په کاپیسا او لغمان کې د وسله والو طالبانو په ډزو کې یوه نجلۍ او یوه مېرمن ټپيانې شوې دي.
د سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو پرون د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ په کرم خېلو او د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ په رجايي سیمه کې د ملکي وګړو پر کورونو ډزې کړې دي.
سرچینه زیاتوي چې په دواړو پېښوکې یوه ١٣ کلنه نجلۍ او یوه مېرمن ټپيانې شوې دي.
د یو بل خبر له مخې:
د کاپيسا په آله سای ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د یوه نښان وېشتونکي په ګډون درې وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
ویل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته