سیاست

المان او نړيواله ټولنه دبن په کنفرانس کې هلې ځلې کوي چې دسولې پروګرام يو افغاني پروګرام شي

دافغانستان اوپاکستان لپاره دالمان دځانګړي استازي پرون په المان کې  خبريالانو ته وويل چې دبن دکنفرانس په افغانستان  کې دسولې کنفرانس نه دى  خوکولاي شي په افغانستان کې دسولې بهير دګړندي کولو په لاره کې مرسته  وکړي.

له جرمني څخه دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې  ده دغه  راز په دې خبري کنفرانس کې څرگنده کړه  چې المان او نړيواله ټولنه به هلې ځلې وکړي چې په بشپړه توګه دسولې پروګرام افغاني پروګرام شي .

ده دافغانستان دخلکو داستازو  د دوديزي جرګي په اشاري  سره وويل  په دې  جرګه کې دافغانستان دخلکو استازو له مخالفينو سره دسولې په باب پريکړه  وکړه  اوهغه يې  په خپل  پريکړه ليک کې وليکه.

 ده دبن دکنفرانس په باب هم خبري وکړي از زياته يې کړه چې په دې غونډه کې  به نړيواله ټولنه له ٢٠١٤ کال وروسته   دافغانستان په وړاندې خپلې ژمني اعلام کړي.

دافغانستان اوپاکستان لپاره دجرمني ځانګړي استازي ديوې پوښتنې په ځواب کې  چې پاکستان په دې غونډه کې گډون نه کوي ايا دغه هيواد ددغه کنفرانس دپريکړو په رعايتولو ملزم دي يا  څنګه ؟ وويل  دبن کنفرانس داستانبول دکنفرانس دوام دى  داستانبول په غونډه کې پاکستان دافغانستان اوسيمي  په وړاندې ژمنې لري  چې دده په خبره  که څه  هم له حقوقي پلوه پاکستان دبن دپريکړو په عملي کولو کې  کوم الزام نه لري خو له سياسي پلوه پاکستان بايد دبن ټولې پريکړي عملي کړي.

ده دغه راز زياته کړه په دې کنفرانس کې نړيواله ټولنه  دافغانستان لپاره لس کلنې ژمنې اعلاموي .

په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په جرمني کې درسنيو هيئت دالمان دويچ ويله دخپرونو مرکز وکوت .

 درسنيو هيئت چې د ايران  ، پاکستان ، افغانستان  ا وقزاقستان دهيوادونو استازي پکې دي  ددغه نشراتي مرکز بيلابيلې څانګې وکتل.

دباختر داطلاعاتي اژانس درييس خليل مينوي دڅرګندونوله مخې  چې په دې هيئت کې شامل دي  ددويچ ويله او دباختر  داطلاعاتي اژانس ترمنځ دخبرونو دراکړې ورکړې په باب هم خبرې وشوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته