امنیت

په سلګونو تنو په شبرغان کې مظاهرې وکړې .

کابل باختر د چنګاښ ديارلسمه : دجوزجان ولايت په سلګونو تنو اوسيدونکي دنظام الدين قيصاري دنيولو په غبرګون کې په شبرغان ښار کې په مظاهرې لاس پورې کړي . دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، اعتراض کوونکو کسانو دجنرال دوستم او دقيصاري دانځورونو په ليږلو سره دشبرغان ښار په واټونوکې لاريون وکړ او خپل ملاتړ يې دفارياب دخلکو له مدني حرکتونو څخه اعلام کړ . دوى وايي که دولت قيصاري له بند څخه ازاد نه کړي دشبرغان _ مزارشريف لوې لارې دترافيکو پرمخ تړي او خپلو مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي . ويل کېږي چې په شبرغان ښار کې دولتي ادارې، ښوونځي او دوکانونو بند دي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته