سیاستخبرونهTOP

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال د ننګرهار له پخواني والي او د ولسي جرګې له پخواني مرستیال سره وکتل

کابل، د چنګاښ١٧مه، باختر

د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون مازيګر د پارلماني چارو له پخواني وزیر او د ننګرهار له والي ضیا‌ءالحق امرخیل او د ولسي جرګې له پخواني مرستیال امیرخان یار سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې ضياء الحق امرخېل وويل، د پخوا په پرتله اوس په افغانستان کې د ملي يووالي د ټينګښت لپاره ښه زمينه برابره شوې ده.

نوموړي د اسلامي امارت له لوري د افغاني شخصیتونو د تماس لپاره د کمیسیون جوړېدل ګټور وبلل او زیاته یې کړه، چې د دغه کمیسیون جوړېدل هیواد ته د مسلکي او سوداګرو د راستنیدو زمینه برابره کړې ده.

په همدې حال کې امیر خان یار د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د ملي امنیت له تامین څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، هېواد ته په راستنېدو خوښ دی او هیله لري چې ملت ته يي خير ورسيږي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان د خلکو د سوکالۍ او هوساینې او د اسلامي نظام د ټینګښت په موخه له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

وروسته د رياست الوزرا سیاسي مرستیال په خپلو خبرو کې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وباله او له نورو افغانانو یې وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي او د هېواد په پرمختګ کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

د ده په وینا؛ اسلامي امارت هېواد ته د ټولو افغانانو په راستنیدو خوښ دی، عمومي عفوه یو حقیقت دی او ټول پخواني، نوي راستانه شوي او په افغانستان کې مېشت افغانان باید خپل کار او ژوند ته په آرامه سره دوام ورکړي.

سياسي مرستيال دغه راز له هغوى وغوښتل، چې په بهر کې مېشت افغانان په ځانګړې توګه سوداګر او مسلکي کسان تشويق کړي چې هېواد ته راستانه شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته