کابل / باختر/ د کب د میاشتې ۱۳مه
د فاریاب ولایت په دولت اباد او قیصار ولسواليوکې ۱۳ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او پنځه تنه نور یې ټپيان شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ډار اچووونکي پرون د افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
ویل کېږي په دغو بریدونوکې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ