ټولنه

په ننګرهارکې دوه پلونه جوړيږي

کابل باختر د مرغومي دويمه : د ننګرهار ولايت په مربوطاتوکې دموټرو دتګ راتګ د دوو پلونو د جوړولوکار پيل شو . په دغوپلونو څليرويشت مليونه څلور سوه پنځه اتيا زره افغانى لګيږي چې دفوايد عامې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه ورکول کيږي . دننګرهار ولايت دفوايد عامې رييس انجنير رسول ګل فقيري باخترآژانس ته وويل: يو پل د څليرويشتو متروپه اوږدوالى او د يوولسومترو په سور په پاخه او اساسي ډول په جلال آباد ښار پورې اړوند د هډې فارم په ساحه کې جوړيږي چې د پچيراو اګام او د چپرهار د ولسواليو او دمولوي خالص ښارګوټى اوسيدونکو ته به زياتې اسانتياوې برابرې کړي . يوه اړونده خبرځاى وويل: دويم پل د پوليسو د ژاندارم پله په نامه د شپږ څلويښتو مترو په اوږدوالى او د يوولسو مترو په سور په حصارک ولسوالۍ کې جوړيږي چې دخوږياڼيو او د سره رود ولسوالۍ سره نښلوي او هغو سپرليو ته چې کابل او لغمان ته تګ راتګ کوي؛ زياتې اسانتياوې برابروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته