امنیت

د داعش د تروريستي ډلې يو قوماندان په ننګرهارکې ووژل شو

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٧ :
د داعش د تروريستي ډلې يو قوماندان په ننګرهار ولايت  له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شو.
د نه تائيد شويو خبرونوله مخې: د داعش دغه قوماندان عربي توکمى دى او د چپرهار ولسوالۍ د سرې قلعه له نامه کلي کې د ده په پټنځي کې د پوځيانو له خوا پرې بريد وشو.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياندحضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د داعش د تروريستي ډلې قوماندان عمان په خپل پټنځي کې د تروريستي بريدونو د يولړ پلانونو د جوړولو په وخت کې د پوځيانوله خوا پرې بريد وشو او ووژل شو.
مشرقيوال، عمان د افغانستان په ختيځ کې د داعش د تروريستي ډلې د يو مشهور قوماندان په توګه وباله .
دغه قوماندان د افغانستان دختيځ په ځينو سيموکې د داعش دتروريستي بريدونو رهبري کوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته