امنیت

دکورنيو چارو وزير: د روزګان ولايت امنيتي ستونزې دې حل شي.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٤
دکورنيو چارو وزير نورالحق علومي ددغه وزارت دمشرتابه هيئت په غونډه کې د ټول هيواد امنيتي حالت وڅيړل.
دکورنيو چارو وزير په دې غونډه کې په مشخص ډول ددغه وزارت دامنيتي چارو ستر معين ته لارښونه وکړه چې د روزګان دولايت  امنيتي ستونزې او چلنجونه دې حل شي.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ. په دې غونډه کې دغه راز دکورنيو چارو وزارت دامنيتي چارو ستر معين ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي دهيواد امنيتي حالت بيان کړ او دهيواد په ځينو سيمو کې امنيتي ستونزواو چلنجونو ته په اشارې سره يې زياته کړه چې دپوليسو ځواکونه په لوړې روحيې سره له ډار اچوونکو سره په جګړه کې دي او په دې لاره کې يې ستر برياليتوبونو ترلاسه کړي دي.
په همدې حال کې دهيواد دکورنيو چارو وزير نورالحق علومي ددغه وزارت دپلټنې دعالي ادارې منسوبينو ته دوه ورځنۍ روزنيز سيمينار پرانست او ددغه سيمينار دپرانستلو په مراسمو کې يې له فساد سره په جدي مبارزې او د څارنې او پلټنې دجوړښتونو په ښه والې باندې يې ټينګار وکړ چې له فساد سره دمبارزې او د فساد ضد ادارو دکاري ظرفيت دلوړولو په موضوع سره د روزنيزو سيمينارونو جوړول يې دکورنيو چارو وزارت دمشرتابه اساسي لومړيتوبونه بلل کيږي.
دکورنيو چارو وزير دملي پوليسو ټولو منسوبينو او په تيره بيا دپلټنې د عالي ادارې مسوولينو ته لارښونه وکړه چې دفساد دله منځه وړلو په لاره کې دې له هيڅ راز هلوځلو څخه څخه ډ ډه ونه کړي او له فساد سره دمبارزې په لاره کې دې جدي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي.
دغه راز دکورنيو چارو وزارت دپلټنې دلوى رياست له بډې اخستنې او اداري فساد سره دمبارزې د ادارې رييس مل پاسوال حبيب الرحمن په دولتي ادارو کې دفساد دشتون عواملو او دلايلو ته په اشارې سره وويل چې د اداري فساد دشتون په هيواد کې دعدالت دتحقق او دهيواد والو دحقوقو دتامينولو خنډ ګرځي او د خلکو په وړاندې د دولت د اعتماد او باور د کچې د کمښت سبب کيږي.
ده ژمنه وکړه چې په ټولو هڅو سره به له بدې اخستنې او اداري فساد سره دمبارزې په لاره کې کار وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته