امنیت

په کابل ښارکې د چاودنې له امله ٧ تنه ټپيان شول

کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
څو شيبې مخکې د کابل ښار د پل خشتي د جامع جومات په ساحه کې چاودنه وشوه.
عيني شاهدان وويل چې په دې چاودنه کې ٧ تنه ټپيان شوي دي.
په سيمه کې يو پوليس باخترآژانس ته وويل چې چاودنه د يو مقناطيسي ماين زيږنده وه چې د پوليسو په يوه واسطه ځاى پرځاى شوى و.
په همدې حال کې د ابن سينا د عاجل روغتون رييس ډاکتر رحمت باخترآژانس ته وويل چې د دغې پيښه له امله ٣ تنه ټپيان چې ټپونو يې برسيرن و؛ دغه روغتون ته ليږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته