اقتصاد

دافغانستان بانک اويا مليونه ډالره ليلاموي .

کابل باختردثور شلمه

مرکزي بانک اويا مليونه ډالره دليلام په  ډول پلوري .

 په هغه ليک کې چې په دې اړوند دمرکزي بانک له لارې  باختر اژانس ته رسيدلي دي  ويل شوى دى دافغانستان بانک د ١٣٩١ کال  دثور دمياشتې په درى ويشتمه  او شپږ ويشتمه نيټه  دشنبې اوسه شنبې دورځو په داوطلبيو کې اويا مليونه امريکايي ډالره دليلام په ډول پلوري .

په شرايطو برابر هغو ټولو صرافانو او تجارتي  بانکونوته چې لس زره امريکايي ډالره يي  پخوا دتضمين په ډول دافغانستان بانک دبازار دعملياتو په لوى مديريت کې  تحويل کړي دي بلنه روکول کيږي  چې په دغو داوطلبيوکې  ګډون وکړي  .

له ټولو ګډون کوو نکو  څخه  غوښتنه کيږي چې دداوطلبيو فورمي په همدغو ورځودسهار په اتو بجو او ديرشو دقيقو افغانستان بانک دبازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي .اودسهار په نهوبجو دي بيرته  اړوندو  موظفينو ته  وسپاري .

هغه صرافان او تجارتي بانکونو  چې تراوسه پوري  لس زره امريکايي ډالره دامانت په  حساب  نه دي تحويل کړي کولي شي    له داوطلبي څخه څه ناڅه يوه ورځ مخکې  دخپل تضمين پيسي تحويلي  او په راتلونکو ليلامونو کې ګډون وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته