سیاست

دمحمداشرف غني پيغام

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٥ :
دنوامبر دمياشتې د ٢٥ نيټې ، دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو دنړيوالې ورځې په  مناسبت  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمدا شرف غني پيغام  :
له ټولو مخکې  خپلې ښېې هيلې اوسلامونه  زموږ دهېواد هغو ټولو  اتلو  اوميړنيو  ښځو ته  چې زموږ دهېواد دتاريخ په اوږدو کې يې   دټولنيز، سياسي  او اقتصادي  ژوندانه په ډيرو بدو شرايطو کې  په اوچتو ګامونو سره دخپلې کورنۍ  مرکز وساته اودسولې او ژغورنې دلارې داتلوانوپه توګه  يې  دعلم او پوهې  اودغمخورو  کسانو  دلارويانوپه توګه  دخپلې ټولنې  دنارينه و ترڅنګ خپل پور  په وياړ  اوسرلوړى سره   ادا کړى دى  ، وړاندې کوم.
دنوامبر دمياشتې ٢٥ مه دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو  نړيوالې   ورځې ته په نړۍ کې  دښځو دژوندانه په تاريخ کې دبدلون دټکى په توګه  کتلي دي. اوپه بشري ټولنه کې دښځو دلوړ مقام او د حقوقو دتامينولو لپاره دکاري لومړيتوبونو په توګه  ځانګړې پاملرنه ورته شوې ده .
لوى خداى  ج    په قرآن کريم  کې  دپنځمې سپارې په نسا سوره کې  فرمايي :
ژباره  :    له ميرمنو سره  ژوند  وکړۍ په ښه  او احسن طريقه .
او هم مبارک حديث داسې فرمايي : 
ژباړه   :  ښځو ته دخير اونيکي وصيت وکړۍ.
داسلام  مبين دين دلومړي ځل لپاره ښځې ته  خاص مقام ورکړ چې دمالکيت حق يې يو ډير مهم شاخص دى .
نوميالۍ ښځې داسلام له صدر څخه تراوسه پورې دټولنې فکري اوعملي رهبرانې دي  زه  په خپله   اود دندې په  حکم دغه  هدف ته درسيدو لپاره هڅه او هاند کوم او دهېواد  له ټولو کارکوونکو څخه هم  دمرستې غوښتنه کوم .
افغان ښځې   زموږ دهېواد په تاريخ  کې سره له دې چې   په کورني مرکز کې  دمور  ، ميرمن ، خور  او لور په توګه   خاص  دوديز  ځاى  لري خوبرعکس په همدې افغاني ټولنه کې  زيات مصيبتونه هم دافغان ښځو په برخه شوي دي چې له بده مرغه دښځې پرخلاف دتاوتريخوالي  کرغيړنې پديدې دافغاني ټولنې  روان  زيانمن  کړى دى .
دلاسونو  او دپزې دغوڅولو په شان  ناوړه عملونه  او  نورې ځورونې   دټولنيزو ژوندانه او کورنۍ   په مرکز کې دمنلو وړ نه دي . زموږ هويت  زيانمن  او موږ  دبشري ژوندانه دلومړنيو پيړيو  په نسل نوماند کوي. په داسې حال کې چې   نننۍ  ښځې په بشري ټولنه کې  د  ژوند جوړونکي  قشر په توګه ځانګړى مقام لري . زه باور لرم  چې دحکومتوالۍ  دنظام په جوړولو کې  دښځوپراخ ګډون کولاى شي  موږ له پخوا زيات دسولې  ، دعدالت دتامينولو او  دډله ييزې سوکالۍ  آرمانونو ته نږدې کړي.  چې په مسلمه توګه دملي وحدت دحکومت يوه  دنده نه يوازې  زموږ دهېواد دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي  له منځه وړل دي  بلکې   دنظام په  جوړښت کې  زموږ دهېواد دګرانو خويندو ونډه  چې   زموږ دهېواد دپوهو ښځو  پراخ ملاتړ ورسره دى  هم  ساتل کيږي . او دا يو زيرى دى  چې  زموږ دهېواد ښځې ددويم نسل په توګه نه ، بلکې  دوياړلي  نسل په توګه به  دنارينه و ترڅنګ دخپل هېواد  دجوړولو لپاره  کارنده ونډه ولري .
دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي له منځه وړل دهېواد په اساسي پروګرامونو کې
ځاى لري ، هلې ځلې به وکړو  چې   ددولت  اود اړوندو بنسټونوپه واسطه دښځو د حقوقو اودبشر د حقوقو دفعالانو ،. دعدلي اوقضايي بنسټونو او دملي شورا په مرسته او همکاري دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي له منځه وړل  تطبيق او عملي شي .دغه راز موږ هوډمن يو  چې  ددغې ناوړې پديدې له منځه  وړل  د مشرانو ، ددين  دعالمانو ، مدني ټولنې او دټولو قشرونو په ملاتړ په پام کې نيولو سره په ګړنديتوب سره تعقيب  کړو. په دې برخه کې بې پروايي به  دروا  حقوقو  دتامينولو  او دعدل اوانصاف دتامينولو لپاره  زموږ افغاني فرهنګ ترپوښتنې لاندې ونيسي .
له دې امله   دازموږ دنده ده چې  زموږ دهېواد وياړلې ښځې  په ډاډ سره   دامن او سوکالۍ  په فضا کې  ژوند وکړي.

ګـــــرانو خويندو  !
تاسي چې دبشري ټولنې ستنې ياست  پرې نږدۍ  چې  ماشومان مو بيسواده پاتې شي .  که چيرې خپلو زامنو ته  پاملرنه لرئ  خپلو لوړنو ته زياته پاملرنه وکړئ  ځکه  دښځې ديو نسل  سواد  پنځه نور نسلونه باسواده کوي او دا ستاسو دلوړنو  راتلوونکې  تضمينوي .
له نيکه مرغه  داوسني نظام په جوړښت کې دښځو کارنده رول ددې زيرى ورکوونکى دى  چې   دسياسي  اقتصادي او ټولنيز په ګډون دبنسټونو جوړښتونو په چارو کې دښځو پراخ ګډون  کولاى شي   په ډير لنډوخت کې  زموږ دهېواد دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي په له منځه وړلو کې  ديادونې وړ برياليتوبونه ترلاسه شي .
په دې هيله  چې دغه کرغيړنه او ناوړه پيښه دتل  لپاره زموږ له  هېواد څخه له منځه لاړه شي او کورنۍ په محبت سره  ديوبل ترڅنګ ژوند وکړي .
تاسو ټولو ته  دلوى خداى  ج له دربار څخه  دسترو برياليتوبونو او روغتيا هيله کوم .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته