کابل باختر دوږي څوارلسمه :
د اوبو رسولو د يوې شبکې د جوړولوکار په ننګرهار ولايت کې پيل شو .
دغه شبکه په پچير او اګام ولسوالۍ کې چيرته چې کليوالي خلک د څښاک روغتيايي اوبو ته لږ لاسرسۍ لري، جوړيږي .
د ننګرهار د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رييس مجيب الرحمن ضيا باختر آژانس ته وويل چې د اوبو رسولو د دغې شبکې په جوړولو سره به ۳۴۰ کورنۍ د څښاک روغتيايي اوبو ته لاسرسي پيدا کړي .
ده وويل: دغه شبکه به په پرمختللي ډول جوړه شي.
ددغې شبکې د جوړولو لپاره يونيسف پنځه ميليونه افغانۍ بيلې کړې دي .
ويل کيږي، دغه شبکه به په نږدې راتلونکي کې جوړه شي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ