ټولنه

په بوزقندهارکې د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره نغدي مرسته

کابل باختر دلړم  اوولسمه :
د کندز ولايت په مرکز پورې اړوند د بوزقندهار په پيښه کې د دوه ديرشو شهيدانو  او د اووه ويشتو ټپيانو له کورنيو سره نن دولت نغدې مرسته وکړه .
  دغه مرسته د افغانستان د جمهوري رياست د حکم له مخې د شهيدانو په هرې کورنۍ سل زره افغانۍ او هر ټپي ته پنځوس زره افغانۍ نغدې پيسې ددغه ولايت د والي اسدالله امرخيل له خوا په داسې حال کې وويشلې شوې چې د استخباراتو په برخه کې د ملي دفاع وزارت مرستيال هلال الدين هلال هم حاضر و.
هلال الدين هلال له دغو کورنيو سره ژمنه وکړه چې په نورو برخوکې  به هم له دوى سره همکاري  وکړي.
دغه راز ده له دوى سره ژمنه وکړه چې هلې ځلې کوي د دغې پيښې علت معلوم کړي.
  دغه مرستې له هغو کورنيو سره وشوې چې ددغه ولايت په مرکز پورې اړوند بوزقندهار په ساحه کې د لړم دمياشتې په دولسمه نيټه د بهرنيو ځواکونو په هغو هوايي عملياتوکې چې د طالبانوپرضد ترسره شول؛ د وسله والو طالبانو له  دروند زيان سربېره د ښځو او ماشومانو په ګډون ٣٢ تنه شهيدان او ٢٧ تنه نور ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته